دافغانستان جګړه باید ختمه شي!
سلا م خان سلا م خان

ریچارد هالبروک دافغانستان او پاکستان لپاره دباراک اوباما خاص استازی دخپل ژوند ورستنی خیره داؤ، چی دافغانستان جګړه باید ختمه شی، نوموړی خبر یوی امریکایی ورځپاڼی چی دد پوست په نامه یا دیږي  دریچارد هالبروک له مر ګه وروسته دهغه ډاکټر دڅرکندونو په اساس خپور کړی دي چی له هالبروک سره دهغه دژوند په ورستیو شیبو کی په روغتون کی شوي وي،نوموړي ډاکتر دهالبروک له خولی ویلی چی هغه دژوند په اخیرو شیبو کی هم دافغانستان دجګړی په هکله فکر او خبري کولي او وویل چه دافغانستان جګړه باید نوره ودروله شي،ولی په دي خبر کې دا نه دی ویل شوی چی هالبروک د کومی مثبتو تدابیرو او لارو چارو په سنجولو او عملی کولو سره باور درلود چی دافغانستان جګړه باید ودره وله شي دا په داسی حال کی دي چي په دی ورستنیو ورځو کی دامریکا ولسمشر بارک اوباما غواړی چی په افغانستان کی خپله مخکنی سترا تیژی له سره ارزیابی او په هغی یو ځل بیا له سره غور وکړي،هیله ده هغه لاری چارې چی په افغانستان کی دجنګ ددریدو لپاره دریچارد هالبروک له لوری په نظر کی نیولی شوي وي په نوی پالیسي کی په ډاګه شي.

ريچارډ هالبروک تېر کال د ولسمشر بارک اوباما له خوا د افغانستان او پاکستان  لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوى و او تراوسه يې څو ځلې پاکستان او افغانستان ته سفرونه کړي و

وسلوال طالبان وايي چې ريچارډ هالبروک ته د افغانستان د کړکېچ له امله د زړه ناروغي پيدا او د مرګ لامل يې شوه

د  طالبانو  وياند قاري يوسف احمدي وايي چې هالبروک پخوا په خپلو ديپلوماتيکو هلو ځلو کې ډېر ښه نوم ګټلى و، خو د افغانستان د کړکېچ له امله يې دغه نوم له لاسه ورکړ او ورته د زړه ناروغي پيدا شوه

 قاري يوسف احمدي  ويلي، چې د پخواني شوروي اتحاد ديرغل پر مهال هم کله چې دافغانستان کړکېچ خپل اوج ته ورسېد، نو د شوروي اتحاد دريو مشرانو( برژنف ،کنستانتين چرينکوف  او ولاديميراندرو پوف ) په ډېر کم زماني واټن کې پرله پسې سکتې وکړې.

د قاري يوسف احمدي په وينا، وروستۍ علامې داسې څرګندوي، لکه اوس چې  په امريکايي سياسي او پوځي کړيو هم  همدا رنځ لګېدلی وي

د زیات شمیر افغان کار پوهانو په باور هولبروک د افغانستان په پرتله پاکستان ته زيات لېوال وو او د افغانستان د پاليسۍ د جوړولو په وخت يې د پاکستان خبرو ته زيات غوږ نيوه،هالبروک دتوقع خلاف په افغانستان کی ډیری زیاتی بریاووی نه لرلی دافغانستان په موضوع کی یی ډیر پر پاکستان او ځینی وختونه پرهند اتکا کوله.هالبروک دافغانستان ددولت له مخالفینوسره تر ډی حده دخبرو طرفدار ی نه کوله او په دی اساس یی همیشه دافغانستان پر ولسمشر ښاغلی کرزی باندی نیوکی کولي ،نوموړي دروان ۲۰۱۰  میلادی کال دمارچ دمیاشتی په پنځمه نیټه په امریکا کی دخپلو خبرو په طرڅ کی وویل چي( کرزی خپله پښتون دي نو څکه غواړي چی دطالبانوسره دسولي خبری وکړي،همداراز په خپلو دي خبر و کی ی په زغرده ویلی ؤ چی دډیورند په دواړو غاړو کی په هره پښتني کورني کی یو طالب حتمآ ناست دی او امریکا له دوی سره دکرزي دسولی په پروګرام کی شامله نه ده.)

ریچارد چارلز البرت هالبروک د ۱۹۴۱ کال د اپریل پر ۲۴ د نیویارک په ښار کې زیږیدلی او یو امریکایي څانګیز (مسلکي) دیپلومات، د ټلویزیوني مجلو پخوانی خپروونکی، لیکوال، د بیلابیلو امریکایي بانکي، سیاسي او ټولنیزو کلپونو او سازمانونو غړی ؤ.

د هالبروک مور پر ۱۹۳۳ کال د جرمني د شتوتګارت له ښار نه د امریکا متحدو ایالتونو ته کډواله شوې وه. د سیاسي چارو د شنوونکیو په اند، دا هغه مهال و چې د هټلر او پلویانو له ویرې یې ګڼ شمیر یهودانو له جرمني نه پښې سپکولې، په دې مانا چې ښایي د هالبروک مور به هم یهودۍ وه. هالبروک د تاریخ، نړیوال سیاست او الماني ژبې په څانګه کې د زده کړې له ترسره کولو وروسته پر ۱۹۶۲ کال د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده پیل کړه

له ۱۹۶۲ تر ۱۹۶۶ پورې په ویتنام کې د متحدو ایالتونو د نړیوالې پرمختیا د اژانس یا یو اس آی ډي سیمه ییز استازی و. هالبروک په ویتنام کې د دندې پر مهال څه موده له جان نیګروپونتي سره په یوه اپارتمان کې اوسیده. جان دیمیتري نیګروپونتي د ۱۹۳۹ کال د جولای پر ۲۱ په لندن کې زیږیدلی او د هالبروک په څیر د امریکا یو څانګیز دیپلومات دئ. نیګریپونتي په ۱۹۷۰ کلونو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر هنری کیسنجر، چې په خټه یهود دئ، مرستندوی یا اسیستانت و او له نوموړي سره یې د ویتنام جګړې د «له منځه وړلو» په اړه په خبرو اترو کې همکاري کوله.

نیګریپونتي د تیرې پیړۍ په اتیایمو او نویمو کلونو کې د امریکا د سفیر او دیپلو مات په توګه په مکسیکو کې د څپاتیستو او دغه راز په فلیپین او نیکاراګوا کې د ازادي غوښتونکو پاڅونونو په ځپلو کې له سي آی اې سره اوږه په اوږه همکاري کوله. نیګروپونتي د «ایران کونترا» په رسوایې کې د ګډون او په هاندوراس کې د نیکاراګوا پر خلاف د یاغیانو د روزنې په اډو کې د سي آی اې په عملیاتو کې په لاس لرلو تورن بلل کیږي. په هاندوراس کې د ( ایل اګواکاتې) په نامه د سي آی اې په یوه اډه کې د ۲۰۰۱ کال په اګست کې د ۱۸۵ تنو هډوکي وموندل شول. د ګارډین په نامه بریتانوۍ ورځپاڼې پخپل یوه رپوټ کې ادعا کړې چې د عراق په زندانونو کې د شکنجو ډولونه کټ مټ هغو لارښوونو ته ورته دي چې په هاندوراس کې سي آی اې د هغه مهال د شکنجو په اړه په یوه کتاب کې کښلې وې.

هالبروک په ۱۹۷۰ کلونو کې په اندونیزیا کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله. د دغه مهال په اړه د یو لړ داسی رپوټونو د شتون خبره کیږي چې تر مخې یې نوموړي پر ختیځ تیمور د جاکارتا په ظالمانه تیري کې کارنده ونډه درلوده. پر ختیځ تیمور د اندونیزیا نوموړی برید د امریکا د پوځي ملاتړ په حال کې ترسره شو. دغه برید تر ډیره ځایه د امریکایانو له خوا پر کویټ باندې پوځي یرغل ته د صدام حسین هڅولو ته ورته بریښي. ځینې ګوت نیوونکي هالبروک تورنوي چې د ختیځ تیمور او اندونیزیا په جکړه کې يې د څه ناڅه دوه سوه زره تیموریانو په وژنه کې لاس درلود.

هالبروک دغه راز په سویلي کوریا کې هم په یوه خونړۍ پیښه کې په لاس لرلو تورن دئ. ویل کیږي چې نوموړي د ولسمشر جیمي کارتر پر مهال له سویلي کوریا نه د یو شمیر امریکایي پوځونو د وتلو په بهیر کې د ۱۹۸۰ کال په می کې د امریکايي پوځیانو په لاس د ګوانګجو د ډله ییزې وژنې په پیښه کې مهم رول درلود. په دغه پیښه کې په رسمي توګه دوه سوه، خو په حقیقت کې تر زرو زیات کسان له منځه لاړل. ګڼ شمیر څاروونکي دغه پیښه پر ۱۹۸۹ کال د پیکینګ د تینانمین په ډګر کې د مظاهرې د ځپنې پیښی ته ورته بولي.

هالبروک د ګوانګجو له ډله ییزې وژنې او د ۱۹۸۱ کال په فبرورۍ کې د جنرال چون دو هووان د کودتاه له بریالي کیدو وروسته د سویلي کوریا د هیوندای د کمپنۍ د خورا لوړې تنخوا ترلاسه کوونکی سلاکار شو. هالبروک د بالقان د جګړې امریکایي ستوری هم و. نوموړي، په داسی حال کې چې د لوړپوړو امریکایي پوځیانو له خوا بدرګه کیده، د بوسنیا د جګړې ټول اړخونه له دې ګواښ نه په ګټې اخیستنې د میز تر شا خبرو اترو ته سره کینول چې: «دغه سرتیري د امریکا د هوایي ځواک قومانده په غاړه لري او که موږ دلته یوه جوړجاړي ته و نه رسیږو، نو د دوي پوځونه چمتو دي چې پر تاسو بمونه ووروي».

هالبروک پر ۱۹۹۵ کال د درییم ځل له پاره واده وکړ. اوسنۍ میرمن یې امریکایي ژورنالیسته او لیکواله کاتي مارتون نومیږي چې د ۱۹۴۹ کال د فبرورۍ پر درییمه په هنګري کي زیږیدلې ده. د هغې مور او پلار ایلونا او ایندرې مارتون هم خبریالان دي چې د نړیوالې دویمې جګړې پر مهال د یهودانو له ډله ییزې وژنې (هولوکاوست) نه ژوندي پاتې شوي دي

د یادونې وړ ده چې هالبروک یوازینی کس ؤ چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې یې د نړۍ د دوو جلا جلا سیمو، یانې اسیا او اروپا د څانګو مشري په غاړه درلوده. نوموړی په لندن کې د ستراتیژیکو څیړنو د نړیوال انستیتوت غړیتوب هم لري. هالبروک پر ۲۰۰۸ کال په امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د منډوترړو پر مهال د دیموکرات ګوند له نوماندې هیلري کلینتون نه، چې اوس د بهرنیو چارو وزیره ده، ملاتړ کاوه. د امریکا نوي ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ پر ۲۲ ریچارد هالبروک د پاکستان او افغانستان له پاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وګماره. په ملګروملتونو کې د وسلو پخوانی پلټونکی سکات ریتر د اوباما دغه ټاکنه ناسمه بللی او ویلی ول: «هالبروک د دیپلوماسۍ د نزاکتونو پر ځای د پوځي حل د غوره کولو تاریخ لري.

بالاخره ریچارد هالبروک د۶۹ کلنی په عمر د۲۰۱۰ میلادی کال په ۱۴ نیټه دورپیشي ناروغی له کبله د واشنګتن په یوه روغتون کی ساه ور کړه. پای یادونه: پورت مطلب دمختلفو رسنیو په مټ تهیه شوی دي

 


December 15th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات